د پروان په مرکز چاریکار ښار او بګرام ولسوالۍ کې د درې میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۰ څاه‌ګانو د کیندلو چارې پیل شوې. د دغه ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول محمد صبور رویت ویلي، چې دغه پروژه د مسلم هند موسسې په مالي ملاتړ پلې کېږي، چې د هرې څاه ژوروالی به ۴۰ متره وي. نوموړي زیاته کړه، چې د پروژې له بشپړېدو وروسته به د سیمې ۵۰۸ کورنۍ او سلګونه زده کوونکو ته د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي اسانتیاوې برابرې شي.

Share.